ایکنا نیوز د بوابة الاهرام له قوله راپور راکوي، د مسجد الحرام او مسجد النبی(ص) د چارو د ادارې له خوا د ؛مقرأةالحرمین؛ په عنوان سره یو نوی پلان، په عربی ، انګریزئ، اردو،انډونیشائي ، ملایی او هوسایی شپږو ژبود قرآن د تجوید د یادونې ، د قرآئت د سمونې، د قرآن حفظیاتو دیادونې او د حفظ اتمام لپاره یو خدمت دی او له بشپړ یادونې وروسته، د قرآن کریم زده کونکو ته د قرآئت په علم کې د مجوز لرونکو معلمانو له خوا په متصل سند سره د قرآئت اجازت او مدرک ورکول کیږی . دغه خدمت په دې موخې سره چې د قرآڼ کریم په زده کړې اوروزنې کې لومړنۍ مرجع شي، پیل شوی دی.
؛مقراةالحرمین؛ د هغو کسانو لپاره د قرآن کریم دترتیل د یادونې او دخدای د کتاب په زده کړې کې د آسانتیاؤ په موخې سره چې ګروهمن دی ، په هروخت او هرځاي کې له نوی او ماډرن ټيکنالوجۍ څخه په استفادې سره د وحي د کلام قرآن کریم په زده کونې کې د اجرا تر ټولو ښه روده زده کړي ، اجراکیږي او حاجیانو اوعمره کونکو زیارتوالو ته هم د قرآن کریم د سم قرائت دزده کړې فرصت ورکوي او دوي ته مدرک ا ود قرآیت اجازت هم ورکول کیږي.
په دغې پروژې کې د قرآئت د سمونې،، د حفظ،د محفوظاتو د یادونې، دتجوید د یادونې ، قرآئاتو د اصولو ، د قرآن کریم د تلاؤت دغونډو او زده کړې دتعقیبونې او د ژوندۍ خپریدا د غونډو پشمول، د زده کړې اوروزنې ډير پروګرامونه شامل دي.
مینه وال په دغه پلان کې د نامې د ثبتولو لپاره ، مقراةالحرمین د انټرینيتي سایټ یا د دپلان شوو اپلیکیشنونو له لارې اقدام کولی شي.